ماشومانو لپاره تاوتریخوالی لرونکي ویدیویي لوبې
پوښتنه
ماشومانو لپاره د تاوتریخوالي لرونکو ویدیویي لوبو حکم څه دی؟
ځواب
الکترونیکي لوبې ځینې ګټورې دي او ځینې زیان لرونکې دي؛
نو ګټورې یې مباح روا، او زیان لرونکې یې حرامې دي.
روا هغه وخت دي: کله چې له محرمات څخه پاکې وي او د لوبه کوونکي له عمري مرحلې سره مناسبې او ګټورې وي او د وړتیا په وده کې وسره مرسته کوي او ذهنې وړتیا یې زیاتوي او یا یې د تفریح لپاره ترسره کوي خو په دې شرط چې له شرعي محرماتو لکه قمار او نورو ورته شیانو پاکې وي او هغه روزنیز معیارونه په کې په نظر کې نیول شوي وي چې په داسي لوبی کې د ماشومانو سره مراعت کیږي.
او کله چې ممنوع وي : هغه وخت ناروا دي؛ ځکه چې افرادو او ټولنې ته په کې خطر وي، او محرمات لکه قمار،یا بربنډې صحني په کي وي، او یا د انسان وینې ته په کې په سپکه کتل شوی وي او وژنو او تاوتریخوالي بته په کې بلنه شوي وي، او یا د ناسمو مفاهیم خپرونکي وي چې د ماشومانو د نفسیت او اخلاقو خرابوونکي وي، او هغوی ته تاتریخوالی او سرکشي په ځای پریدي.