حدیث: زه په توره رالیږل شوی یم.

Egypt's Dar Al-Ifta

حدیث: زه په توره رالیږل شوی یم.

پوښتنه

ډیری افراطیان په خلکو باندې خپل تیري کې دې حدیث ته "بعثت بالسيف"، ژباړه: «زه په توره رالیږل شوی یم»  استناد کوي، نو آیا دا حدیث صحیح دی؟ او څه معنی لري؟

ځواب

دا حدیث په ډیرو طریقو روایت شوی او یوه مجموعه د محدیثينو لخوا قوي ګڼل شوی، او د "توري" کلمه خپله رسول اللهﷺ او د هغه ځای ناستي ته خاصه ده.

او کیدای شي چې هغه غوښتل غیرمسلمان متوجه كړي او هغوی ته هغه ځواک او منعت ورپه یاد کړي، چې ده ته د الله تعالی لخوا ورکړی شوی دی.

او دا حدیث د جهاد فرضوالي پورې مربوط دی، او په دې کې شک نشته ډير نصوص راغلي چې  جهاد ته هڅونه کوي، خو له دې سره جهاد هم د لکه د نورو شرعی چارو په شان خپل قواعد لري، لکه څنګه چې د علم خاوندانو ته معلومه ده، او جهاد کفایی فرض دی، الله تعالی فرمایلی: ﴿وَمَا كَانَ الْمُؤْمِنُونَ لِيَنْفِرُوا كَافَّةً فَلَوْلَا نَفَرَ مِنْ كُلِّ فِرْقَةٍ مِنْهُمْ طَائِفَةٌ لِيَتَفَقَّهُوا فِي الدِّينِ وَلِيُنْذِرُوا قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُوا إِلَيْهِمْ لَعَلَّهُمْ يَحْذَرُونَ﴾ [التوبة:122]، ژباړه: «او دا څه ضروري نه وه چي مؤمنان ټول له مخي وتلي واى. خو داسي ولي ونشوه چي د هغوى د نفوسو له هري برخي څخه يو څه كسان وتلي واى او د ديني پوهي له تحصيل څخه وروسته بېرته راستانه شوي او د خپلي سیمي اوسېدونكي یې خبردار کړي واى، تر څو هغوى (له غېر اسلامي چار چلند څخه) ډډه کړي واى» او دا معلومه ده چې اسلام نړیوالو ته د خپل رسالت رسولو ته ډير لیوال دی، او جهاد د دې رسالت د رسولو یوه وسیله ده؛ او صحیح دا ده چې د جهاد چارې په سوله او یا جنګ کې د اسلام او مسلمانانو د مصلحت په اړه  د امام نظر پوري تړلي دي، او حتمي نده چې تل دې جګړه وکړي، او یا تل دې اوربند ته غاړه کیښودل شي، نو که چیری غیر مسلمانانو ته د امام او یا بل چا لخوا په شروطو برابر امان ورکړل شي نو په ټول مسلمانانو یې وفا واجب ده، نو د هغوی اسیریول او مالونه یې اخیستل جایز ندی مګر د شریعت له مخې او نه  په غیر شرعی توګه د هغوی مقابله جایز ده.   

Share this:

Related Fatwas