د مړي لپاره دعا
پوښتنه
د مړو لپاره دعا باید په لوړ آواز وشي که په پټه؟
ځواب
د دعا باب کې آساني ده؛ نو په خفیه او یا په جهر دواړو، په هره بڼه چې خدای تعالی دعا کوونکي ته توفیق ورکړی وي کیدای شي، او د هغه څه سخته کول چې خدای او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم پکې آساني کړې وي خورا مذموم او بد عمل دی. او په اړه یې تنازع او اختلاف کول خدای او د هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم نه خوښوي. رسول اللهﷺ له شخړو څخه منع کړې او بیان کړې ده چې که خدای تعالی د یوي مسلې په اړه سکوت وکړ نو هغه د امت لپاره آساني او رحمت دي. او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: "خدای جل جلاله فرضونه فرض کړي دي، نو د هغو څخه غفلت مه کوئ، او ځینې شیان حرام کړي دي، نو له هغه څخه سرغړونه مه کوئ او حدود یې وضع کري له هغی تجاوز مه کوئ، او ستاسو لپاره د ځینو شیانو په اړه خاموش پاتې شوی، په تاسو د رحمت لپاره پرته له دې چې ورنه هیر وي،نو تاسو د هغې په اړه بحث مه کوې» دارقطني روایت کړی.
او په ډلیزه توګه د دعا او ذکر د قبلېدو امید ډېر دی، زړونه بیداره کوي، همت راپاروي او د الله تعالی په وړاندې تذلیل او عاجزي پیدا کوی، په ځانګړې توګه که د موعظي وخت وي؛ رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:« د خداى لاس(مرسته) له ټولي سره دى»، له ابن عباس رضی الله عنهما څخه روايت دى.