د قسم کفاره

Egypt's Dar Al-Ifta

د قسم کفاره

پوښتنه

د قسم د کفاري  اندازه څه ده؟ او آیا د هغي قیمت ورکول جواز لري؟

ځواب

له قسمونه څخه د غموس قسم کفاره ورکول کیږي او په منعقده قسم چې کله انسان وفا ونه کړي هم کفاره ورکول کیږي، خو د لغو قسم کفاره واجب نه ده.

او د قسم کفاره لسو مسکینانو ته خوراک، یا لباس ورکول دي، او که څوک یې توان ونه لري نو کفاره یې دری ورځي روزه ده،ځکه چې الله تعالی فرمایي: {لَا يُؤَاخِذُكُمُ اللَّهُ بِاللَّغْوِ فِي أَيْمَانِكُمْ وَلَكِنْ يُؤَاخِذُكُمْ بِمَا عَقَّدْتُمُ الْأَيْمَانَ فَكَفَّارَتُهُ إِطْعَامُ عَشَرَةِ مَسَاكِينَ مِنْ أَوْسَطِ مَا تُطْعِمُونَ أَهْلِيكُمْ أَوْ كِسْوَتُهُمْ أَوْ تَحْرِيرُ رَقَبَةٍ فَمَنْ لَمْ يَجِدْ فَصِيَامُ ثَلَاثَةِ أَيَّامٍ ذَلِكَ كَفَّارَةُ أَيْمَانِكُمْ إِذَا حَلَفْتُمْ وَاحْفَظُوا أَيْمَانَكُمْ كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ } [المائدة: 89].

ژباړه: «تاسو چي کومي بابېزه لوړي (قسمونه) كوئ، پر هغو مو الله نه نيسي. خو کومي لوړي (قسمونه) چي تاسو له پوهي او ادراك سره كوئ، پر هغو به مو هرو مرو ونيسي. د داسي قسمو ماتولو كفاره دا ده چي لسو مسكينانو ته، له هغو منځنۍ درجې خوړو څخه ورکړئ، چي تاسو یې خپلي كورنۍ ته وركوئ؛ يا هغوى په جامه پټ کړئ يا يو غلام ازاد کړئ. او څوك چي د دې وس ونه لري هغه دې درې ورځي روژه ونيسي. دا ستاسو د قسمونو كفاره ده، چي كله قسم وخورئ او مات یې کړئ. د خپلو قسمونو ساتنه وکړئ. په دې توګه الله خپل حكمونه تاسي ته څرګندوي، په كار ده چي تاسي شكر وباسئ».

د قسم ماتولو کفاره د خلکو د عام خوراک څخه لکه غنم او یا وریجو په یو صاع اټکل کیږي، لکه څنګه چې حنفی م‍‍ذهب وایي، او له لسو څخه هر یو  مسلکین ته ورکول کیږي،

صاع په وزن سره په غنمو کي تقریبا په (2,500) کیلو ګرام اټکل کیږي او په مصری وریجو کې تقریبا (2,750) کیلوګرام کیږي،

او شافعی م‍ذهب وایي چې د ښار له عام خوراک څخه یو "مد" باید ورکړی شي،

او هغه د صاع چهاریک دی چې انداز یې تقریا(510) ګرامه هر مسکین ته جوړیږي،

او که چا ته د حنفی م‍ذهب مطابق ستونزه وه کوی شي په شافعی مذهب عمل وکړي په دې کې حرج نشته،

او خپله غنم او وریجی ورکول هم جواز لري،او همدارنګه کوي شي فقیر ته د دوی دواړوه قیمت ورکړي، چې د روزي په کفاره کې د یوي ورځې د خوراک په اندازه مسکین ورکول دي او دا اندازه په لسو کې ضرب کیږي.

والله أعلم.

Share this:

Related Fatwas