د لمونځ کوونکي ته اخلال او په تشویش کول
پوښتنه
د لمونځ په جریان کې لمونځ کوونکی په تشویش کول لکه د هغه خندول او داسې نور څه حکم لري؟
ځواب
لمونځ کوونکي ته د لمونځ به جریان کې اخلال کول لکه د هغه خندول او ورته کارونه شرعا حرام دي؛ او څوک چې داسې وکړي ګناهکار دی.
لمونځ د دین رکن او ستنه ده، او خپل قدسیت او حرمت لري؛ او لمونځ د بنده او د هغه د رب سبحانه وتعالی ترمنځ خبرې او مناجات دی. نو په بنده لازمه ده چې د دې خبرو او مناجاتو د سمیدو وړ خشوع ولري؛ ترڅو د هغه کسانو په شان شي چې الله تعالی یې په اړه فرمایلي: {قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ} [المؤمنون: 1، 2] ژباړه:«پرته له شکه مومنان بری مودلی دی هغه کسان چې په خپل لمونځونو کې عاجزی غوره کوي» نو همدی کبله اسلام ټول هغه شیان منع کړي چې د لمونځ کوونکې د اخلال سبب ګرځي او په خشوع یې تاثیر کوي، برابره ده چې د لمونځ دننه څخه وي او که د لمونځ دباندي نه، نو مسلمان ته روا نده چې د لمونځ حرمت او قدسیت د لمونځ کوونکي په خندولو او نور امورو سره مات کړي، ځکه چې دا لویه ګناه ده، او فقهاء د لمونځ کوونکي اخلال د اطاعت د کار په وسیله وي او که د معصیت په وسیله وي ترمنځ یې توپیر نه کوي، د اطاعت په کار سره یې د اخلال منعې او حرمت باره کې نص ذکر شوی او د خندولو فعل او یا که نور څه وي بیا خو یې حرمت لا شدید دی.