يوازې لونځ کول

Egypt's Dar Al-Ifta

يوازې لونځ کول

پوښتنه

آيا د صفونو تر شا يوازې وردیدل روا دي؟

ځواب

د صف تر شا لمانځه ته یوازې د ودریدو د صحت په اړه د فقهاوو ترمنځ اختلاف دی. حنفي، مالکي او شافعي فقهاء په دې نظر دي چې که لمونځ کوونکي د صف تر شا په صف کې د  شاملیدو د عذر لرلو له کبله يوازې دریږي د هغه لمونځ د کراهیت پرته صحيح دی او خو که د صف تر شا يوازې ودریږي په داسې حال کې چې د شاملیدو توان لري، د هغه لمونځ صحيح دی خو له کراهیته سره او په هر حالت کې د جماعت سره د لمانځه ثواب  حاصل وي.

او حنبلي فقهاء په دې نظر دي چې که د صف ترشا یوازې ودریږي او په همدې حال یو رکعت کامل ترسره کړي لمونځ یې نه صحیح کیږي.

نو په دې بنا: د هغه صف تر شا چې خالیګاه لري یوازي لمونځ کول له کراهیته سره صحیح دي، او دا کار د جماعت د لمونځ د ثواب مانع نه ګرځي، او مستحب ده چې په صف کې شامل شي او په مهربانی سره یو شخص له صف څخه پوه کړي چې شاته شي او ده سره صف جوړ کړي

Share this:

Related Fatwas