په لمونځ کې بیړه کول
پوښتنه
د داسې بیړې چې د لمانځه په صحت اغیزه کوي قاعده څه ده؟
ځواب
کومه بیړه یا سرعت چې د لمانځه په صحت باندې اغېزه کوي، هغه داسی حالت دی چې لمونځ کوونکی یو رکن ترسره کړي پرته لدې چې پکې تم شي استقرار ومومي.
او په رکن کې تمیدلو ته فقهاء طمأنینه وایي، او هغه داده چې د بدن غړي د هر رکن په اداکولو کې لږ زنډ استقرار وکړي، په داسی حال کې چې لمونځ کوونکی په رکوع او سجده کې دومره اطمنان و مومي چې په رکوع کې( سبحان ربي العظيم) او سجدو کې( سبحان ربي الأعلی) کم تر کمه یو ځل وویلی شي، کله چې یو رکن ادا کړي او غړې یې پکې استقرار ومومې او د طمانینه په اندازه تم شي نو هغه رکن روا کیږی، او داسې بیړه د لمونځ د صحت اخلال نکوي او باطله وونکی یې هم ندي.