د خپلو ماشومانو روغتیايي پاملرنه كې والدین مکلفيت
پوښتنه
د خپلو اولادونو د روغتيايي پاملرنې په اړه د مور او پلار مکلفيت څه حکم لري؟
ځواب
د ماشومانو د روغتیا ساتنې ته پاملرنه په والدینو او په هغه چا چې د دوی د پاملرنې مسولیت ورپه غاړه وي شرعا واجبه ده، په هیڅ حالت کې په دې کې غفلت یا بی غوري جواز نه لري، او د اړینو پاملرنو څخه یو د هغه واکسينونو د اخیستلو تعقیب هم دی چې د مختصو اړخونو لخوا چمتو شوي وي؛ ځکه چې ثابته شوی ده چې د ناروغۍ د مخنیوي طریقې اختیارول د هغو کسانو لپاره چې د دوی د اخته کیدو ویره موجوده وي واجب بلل کیږي؛ دا د دې لپاره دی چې د دوی ژوند خوندي شي، او ترڅو د دوی بدنونه د ناروغیو څخه وساتل شي، او ټولنه د ناروغۍ د پایلو، د درملنې له اغیزو او لګښتونو څخه خوندي کړی شي.