په سرطان مرض روګدو ماشومانو ته د وی...

Egypt's Dar Al-Ifta

په سرطان مرض روګدو ماشومانو ته د ویښتو اهداء

پوښتنه

آیا د یو شخص لپاره روا ده چې د خپلو ویښتانو ځینې برخې د ماشومانو د سرطان روغتون ته د دغو ماشومانو د اغوستو لپاره ترې د مصنوعی ویښتانو جوړول لپاره اهداء کړي؟

ځواب

شرعا د یو شخص لپاره دا جایزه ده چې خپل یو څه ویښتان د ماشومانو د سرطان روغتون ته په دې هدف اهداء کړي چې "ویګ" یا د مصنوعی ویښتانو کسوړه ترې جوړه کړي. چې هغه ماشومان یې واغوندي چې کیماوي درمل یې د ویښتان د توییدلو سبب شوي وي؛ ځکه په دې کار سره د هغو لپاره شرعی منل شوی مصحلت حاصلېږي او په دې صورت کې اهداء کوونکي ته د الله تعالی له لوري ډېر اجر او ثواب ورکول کېږي. ځکه چې دوی د هغو ماشوم د ډاډ ګیرني سربیره د رواني زیان په کمولو کې مرسته کوي چې ویښتان یې د ناروغۍ له امله له لاسه ورکړي،او دا کار د په حدیث شریف له منع شوي «الوصل» سره هیڅ تړاو نلري، او د دې برسیره ماشوم چې ترڅو بلوغ ته نه وي رسیدلی هغه غیر مکلف وي..

Share this:

Related Fatwas