په اسلام کې د وینې د مصونیت معنا.
پوښتنه
په اسلام کې د وینې د مصونیت معنا څه ده، او هغه کوم اسباب دي چې دا مصونیت واجب وي؟
ځواب
په اسلام کې د وينې مصونيت د شريعت، قوانينو او عرفونو له مخې د هغې د ساتنې او ملاتړ په معنا ده، دا د اسلامي شریعت یو له سترو مقاصد او موخو څخه دی. نو د شریعت په نوم د وینو سپکاوی او تویول روا نه دي، بلکي هغه چا ته چي دا جرأت کوي په دنيا او آخرت کي تر ټولو سخت عذاب ورکوي، او دا یو له لویو کبیره ګناهونو څخه شمیرل کیږي، رسول اللهﷺ فرمايلي: «أكبر الكبائر: الإشراك بالله، وقتل النفس» ژباړه: « ترټولو لویه کبیره ګناه له الله سره شرک کول،د ژوندي(نفس) وژل دي» نو شریعت د وینو مصونونکی او د هغې د حرمت ساتونکی دی؛ ځکه چې اللهﷻ فرمایلي: {وَلَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ ذَلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ} [الأنعام: 151]. ژباړه: «او تاسو هغه ژوندی مه وژنئ چې الله حرام كړى دى، مګر په حق سره، دا (خبري) چې دى، هغه (الله) تاسو ته د دې كلك حكم دركړى دى، د دې لپاره چې تاسو له پوهې او ادراک څخه كار واخلئ».
اسلام د حقوقو ساتلو، د امنیت او سولې خپرولو او د وینې، مال او عزت له ناحقه سپکاوۍ څخه د مصونولو لپاره راغلی دی، نو په دې اساس هر څوک چې د وينې د مصونیت او حرمت په اړه بې غوري وکړي، هغه برابره که د مسلمانانو په حق کې وي او که د نورو، د اسلامي شريعت خلاف دی.