په لمانځه کې ښځو ته د ښځې امامت څه حکم لري؟
ښځې ته روا دي چې د نورو ښځو امامت وکړي، او کله چې امامت کوي نو د هغو په منځ کې به دریږي له هغو څخه د مخه نه، او که ښځه د بلې یوې ښځې امامت کوي نو ښي خواته به یې دریږي؛ لکه د نارینه امام په شان.