د خرڅلاو وروسته د توکو زیانمن کیدل او له پلورونکي سره هغه امانت پرېښودل
پوښتنه
د خرڅلاو له بشپړیدو وروسته د توکو زیانمن کیدل او له پلورونکي سره هغه امانت پرېښودل څه حکم لري؟
ځواب
که یو شخص یو ځانګړۍ توکۍ واخسته، د هغې قیمت یې هم ورکړ او تسلیم یی هم کړ او بیا یې پلورونکي سره امانت پريښوده تر څو خپلې ځینې اړتیاوې پوره کړې؛ دا له دوو معاملو څخه عبارت دی:
- د پلور یا بیع یو صحیح او بشپړ عقد چې ټول ارکان او شرایط یې پوره کړي دی، چې پایله کې یې پیرودونکي ته د پلورل شوي توکي مالکیت انتقال شوی، د هغه کنترول ته داخل شوس، او د تصرف حق یې پکې ترلاسه کړی.
- د بې اجورې ودیعې عقد؛ چې هغه عبارت دی له: په بلا عوضه توګه یو چا ته د یو مال د ساتنې توکیل کول او د ودیعې عقد شرعا جايز دي، او ودیعه یا سپارل شوی توکۍ امانت وې او د ترلاسه کوونکي شخص تسلط په توکي باندی د امانت تسلط وي، او مطلب یې دا چې پر هغه واجب دي چې د هغه توکي په ساتلو کې هغومره هڅه وکړي څومره چې د خپل مال په ساتلو کې کوي او که د ساتونکې په لاس کې دا مال له منځه لاړ شي، که تیرۍ یا غفلت یې نوي کړی ضامن نه بلل کېږي؛ که ساتلو کې یې دومره هڅه کړې وي څومره چې د خپل مال په ساتلو کې کوي، نو هغه مسئول نه ګڼل کیږی. او فرق نکوی که د داسې شي له امله له منځه تللی وی چې مخنیوی یې ممکن وي یا هم ممکن نه وي،
دا برخلاف د دې هغه ساتونکي په لاس کې د هلاکت چې د مال ساته ورته په اجوره ورکړل شوي وي؛ ځکه په دې حالت کې که د داسې څه له امله هلاک شوی وي چې مخنیوی یې ممکن وي - د بیلګې په توګه ،لکه د غلا له امله– نو هغه ضامن ګڼل کیږيڼ او که چیرې هغه د داسې څه له امله هلاک شي چې مخنیوی یې نشي کیدای، لکه مرګ، نو ساتونکی د هغې مسؤل نه دی. او که په خپل منځ کې په کوم شي سره توافق وکړی نو پکې کوم باک نشته.