د قبر ډکیدو سره چلند
پوښتنه
کله چې قبر له مړو ډک شي څه حکم لري او څه بايد وکړو؟
ځواب
د اړتیا او ضرورت په صورت کې - لکه څنګه چې په ډیرو قبرستانونو کې شتون لري -
- د قبر لپاره دوهم پوړ پکې د هډوکو را ټولولو په موخه جوړول جواز لري.
-زوړ مړی د خښتو او یا د ډبرو څخه په جوړې شوئ ګومبدې پوښل ترڅو د هغه بدن لمس نشي،او خاروې پری اچول او بیا نوی مړی په هغې باندې ښخول هم جواز لري.
-دا هم روا ده چې د مړو د هډوکو د راټولو لپاره ځایونه جوړ کړی شي او په دغو قبرونو کې بیاځلي دفن وشي.
خو دې کار ته د اړتیا په صورت کې.
دا ټول په دې شرط دي چې د مړو او یا د دوی پاتې شونو سره د عزت او درناوي چلند وشي. ځکه چې د مړ انسان حرمت هماغه شان دی لکه د ژوندي.