د میړه ناوړه چلند
پوښتنه
مېړه مې راسره ښه چلند نکوی حکم يې څه دی ؟
ځواب
د خاوند له خوا چې له خپلې ښځې سره کوم ناوړه چلند کیږي شرعا جواز نه لري؛ اسلام مېړه ته د خپلې مېرمنې سره په نیکۍ او احسان سره په چلند امر کړی دی، او خدای تعالی خبر ورکړی چې د ښځې او میړه ترمنځ ژوند د اطمنان، مینې او خواخوږي په بنیاد جوړ دی، نو الله تعالی فرمایلي دي:﴿وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُمْ مِنْ أَنْفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُمْ مَوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ﴾ [الروم: 21]، ژباړه:« او د هغه له نښانو څخه (بله) دا ده چي ستاسو لپاره یې، همدا ستاسو له جنس څخه ميرمني پيدا کړې، تر څو چي تاسي له هغو سره ارام ترلاسه کړئ او ستاسو (ښځي او خاوند) په منځ کې یې مينه او خواخوږي پيداکړه. په باوري ډول پدې کې د هغو خلكو لپاره ډيرې نښانې دي چي غور او فكر كوي.».
او رسول الله صلی الله عليه وسلم د خاوندانو د نیک والي معیار د خپلو میرمنې سره د دوی د ښه سلوک او چلند په اساس ګرځولی، له عائشة رضي الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ستاسو تر ټولو غوره شخص هغه دی چې د خپلې کورنۍ لپاره غوره وې او زه په تاسو کې د خپلې کورنۍ لپاره غوره یم.» (ترمذي روایت کړی).
یوازې خدای بهتره پوهیږي.