د قبر ډکیدو سره چلند

Egypt's Dar Al-Ifta

د قبر ډکیدو سره چلند

پوښتنه

کله چې قبر له مړو ډک شي څه حکم لري او څه بايد وکړو؟

ځواب

د اړتیا او ضرورت په صورت کې - لکه څنګه چې په ډیرو قبرستانونو کې شتون لري -

- د قبر لپاره دوهم پوړ پکې د هډوکو را ټولولو په موخه جوړول جواز لري.

-زوړ مړی د خښتو او یا د ډبرو څخه په جوړې شوئ ګومبدې پوښل ترڅو د هغه بدن لمس نشي،او خاروې پری اچول او بیا  نوی مړی په هغې باندې ښخول هم جواز لري.

-دا هم روا ده چې د مړو د هډوکو د راټولو لپاره ځایونه جوړ کړی شي او په دغو قبرونو کې بیاځلي  دفن وشي.

 خو دې کار ته د اړتیا په صورت کې.

دا ټول په دې شرط دي چې د مړو او یا د دوی پاتې شونو سره د عزت او درناوي چلند وشي. ځکه چې د مړ انسان حرمت هماغه شان دی لکه د ژوندي.

Share this:

Related Fatwas