په هغه پور کې تصرف کول چې مالک یې ن...

Egypt's Dar Al-Ifta

په هغه پور کې تصرف کول چې مالک یې نه وي معلوم.

پوښتنه

پلار مې له مرګ نه مخکې خبر کړم چې هغه د یو کس قرضدار دی، ما دغه سړی ولټول خو پیدا مې نه کړ، آیا زما لپاره په دغو پیسو کې تصرف روا دی؟

ځواب

قاعده دا ده چې دا پور ستاسو د پلار په میراث کې شاملیږي، نو د میراث د ویشلو دمخه د پور ورڅخه ادا کیږي، او تاسو باید هڅه وکړئ چې د پور مالک یا د هغه وارثان معلوم کړی، که تاسو د هغوی هیڅ نښانه هم  پیدا نه کړه، نو د پور پیسې د وارثانو کیږی تر هغې چې د پور مالک پیدا شي او که معلوم شو نو پور به وارثان هر یو د خپلې برخې په اندازه ادا کوي. ځکه څوک چې ګپه پورته کوي نو تاوان به هم ګالي او په دې کې هم شرعا کومه مانع نشته که ټول وارثانو دا مال ستا په برخه کې واچوي په داسی حال چې ته یوازې د پور ورکوونکي په وړاندې مکلف وبلل شي نو په دې حالت کې بیا تا ته جواز لري چې د هغه مال څخه خپل اړتیاوې پوره کړئ، په دې شرط چې که پور ورکوونکی پیدا شو او د خپلو پیسو غوښتنه یې وکړه، نو د هغي ​​ادا کول ستا مسؤلیت دی او که هغه معلوم نه شي او دومره موده تیره شوې وي چې ډیر ګمان وې چې هغه نور پیدا کوی نشئ، نو بیا غوره ده چې دا مال صدقه کړی شي.

Share this:

Related Fatwas