د یتیم د کفالت د ختمیدو مرحله

Egypt's Dar Al-Ifta

د یتیم د کفالت د ختمیدو مرحله

پوښتنه

کوم عمر یا پړاو ته په  رسیدو د یتیم کفالت پای ته رسیږي؟

ځواب

د یتیم پالنه با کفالت یو له سترو او لوړو کارونو څخه دی؛ ځکه چې په کفالت کې د یتیم د ضعف او اړتیا پوره کول دي او د هغه سرپرست ځای نیول دي چې یتیم له لاسه ورکړي دی، خو دا ضعف هغه وخت له منځه ځي چې کله یتیم په ځان بسیا او د خپلو چارو په خپله د ترسره كولو وړتیا پیدا کړي، او دا په دې معنا ده چې د یتیم کفالت  بلوغ ته په رسیدو سره نه ختمیدي بلکه تر هغه وخته پورې دوام کوي، چې یتیم نورو خلکو ته اړتیا ونلري او داسې مرحلې ته ورسیږي چې په خپلواکه توګه د خپلو چارو وړتیا او  د خپل ځان لپاره عاید ترلاسه کړي؛ نو کفالت تر هغه وخته دوام کوي، تر څو چې ورته اړتیا وي، او تر هغې چې سبب یې پاتې وي ثواب یې هم دوام لري، او د کفالت چارې تنظیم او ټاکل، د وخت، ځای او وضعیت په تغیر سره توپیر کوي، خو اړینه دا ده چې هدف یې ترلاسه شي که څه هم د لاسته راوړلو وسیلې توپیر لري.

یوازې خدای پوهیږي.

Share this:

Related Fatwas