د روژې د فدیه معاف کیدل
پوښتنه
له ناروغ څخه د روژې فدیه کله ساقط کیږي؟
ځواب
کله چې د یو مسلمان سن دومره لوړ وي چې روژه نشي نیولی، یا یې د سخت تکلیف او ضرر سره مخ کوي او ډاکټر ورته د اوږدې ناروغۍ له امله د روژې نه نیولو سپارښتنه ورته کړې وي. او سره له دې هغه له مالي پلوه هم ضعیفه وي، لکه د فدیې ورکول ورته ستونزمن وي، یا فدیه د هغه د لومړنیو اړتیاوو بار اضافه کوي، او څوک چې د هغه سرپرستي په غاړه لري، نشی ادا کولی. نو په داسې حالت فدیه د هغه له سره ساقط کیږي او په ادا کولو یې مکلف نه دی؛ ځکه چې فدیه په هغه چا چې وس او توان یې ولري واجب ده. نه په بې وسه او چا ته چې ستونزمن وي.