د لمونځو جمع کول

Egypt's Dar Al-Ifta

د لمونځو جمع کول

پوښتنه

د باران له امله د لمانځونو جمع کول څه حکم لري؟

ځواب

اصل دا دي چې لمونځ باید پرته له ځنډ یا بیړې په خپل وخت ترسره شي. الله تعالی فرمايي: ﴿إِنَّ الصَّلَاةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَوْقُوتًا﴾ [النساء: 103]، ژباړه:« لمونځ په حقيقت کې يو داسي فرض دى چي د وخت له پابندۍ سره پر مؤمنانو لازم کړای شويدى. »

د لمونځونو یوځای کول یو استثنا ده او یوازې د عذر لپاره واقع کیږي. او د هغو عذرونو څخه چې له امله يې د دوو لمونځونو يوځای کول روا دي یو: د باران شدت دی چې له شتون سره یې جومات ته په تګ کې ستونزې پیدا کوي، په داسی حال چې د مازدیګر او ماخوستن لمانځه ته بیا ورتګ ستونزمن کوي.

د فتوی لپاره اختیار شوی قول په داسې حالت کې د ماسپښین او مازدیګر  او یا د ماښام او ماخوستن د لمونځونو یوځای کولو جواز دی چې د دې دواړو وختونو په لمړي وخت کې وشي پرته له دې چې لمونځ کې قصر ترسره؛ ځکه چې په صحیحنو کې له این عباس رضی الله عنهما څخه روایت دي چې وایي: « رسول الله صلی الله علیه وسلم په مدینه کې د ماسپښین او مادیګر لمونځونه او ماښام او  ماخوستن لمنځونه یو ځای ادا کړل» او امام مسلم زیاتوی : «بی له ویرې او سفر څخه» امام مالک او امام شافعی ویلي چې: «زما په نظر هغه د باران د عذر له امله وه»

Share this:

Related Fatwas