د انسان بدن پاکوالی ساتنې ته د شریعت هڅونه
پوښتنه
شريعت انسان څنګه د خپل بدن پاکوالي ته هڅوي؟
ځواب
اسلام خولې او غاښونه د هغو پاتې شونو څخه پاکوالی ته هڅوي چې د انسان روغتیا ته زیان رسوي ، نبی کریمﷺ فرمايي: «لَوْلَا أَنْ أَشُقَّ عَلَى أُمَّتِي لَأمَرْتُهُمْ بِالسِّوَاكِ عِنْدَ كُلِّ صَلَاةٍ». ژباړه: "که چیري زما په امت سختي نه راتلی نو ما به ورته په هر لمانځه کې د مسواک وهلو امر کړی وای". -امام بخاري روايت كړی.- او مونږ ته یې د فطري سنتونو لارښوونه کړې لکه د نوکانو پرې کول او د بغل او نامه لاندې ویښتو لرې کول، لکه څنګه چې د عائشه رضی الله عنها په حدیث کې راغلي چې وایي رسول اللهﷺ وفرمايل:« لس خصلتونه د فطرت څخه دي: د بریتانو کمول، ږیره پرېښودل، مسواک وهل، د ابو استنشاق(پزې ته اوبه کش کول)، د نوکانو پرې کول، د ګتو مفاصل او بندونه ویځل، د بغلونو لاندې وښته لرې کول،د نامه لاندې ویښتان پرې کول او استنجا کول» راوي وايې لسم مې هیر شو کیدای شي: مضمضه (په خوله اوبه تیرول)وي. امام مسلم روایت کړی.