مړو شویو والدینو ته د صدقې د ثواب ا...

Egypt's Dar Al-Ifta

مړو شویو والدینو ته د صدقې د ثواب اهدا کول

پوښتنه

 د مور او پلار تر مرګ وروسته د صدقې ثواب ورته اهدا کول څه حکم لري؟ 

ځواب

 خدای تعالی په ډیرو ځایونو کې د مور او پلار سره نیکي او د هغوی سره مهربانی واجب کړي دي.  چې له جملې څخه یې  د الله تعالی دا قول دی: ﴿وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِنْدَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلَاهُمَا فَلَا تَقُلْ لَهُمَا أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا ۝ وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُلْ رَبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا﴾ [الإسراء: 23-24].ژباړه:"او ستا رب پرېکړه کړې ده چي: تاسو د الله پرته بل د هیچا عبادت مه وکړئ. له مور او پلار سره ښه چار چلند وکړئ. كه ستا سره له هغو څخه يو يا دواړه زړښت ته ورسیږي، نو هغو ته اُف قدري مه وايه. مه هغو ته په تور بريښ ځواب وركوه، بلکي له هغو سره په درناوي خبري كوه؛۝او په نرمۍ او رحم سره د هغو په وړاندي مات غاړي اوسه، او دا دُعا كوه: "پروردګاره! پر دوى رحم وکړه، لكه څنګه چي دوى له زړه سوي او خواخوږۍ سره په ماشومتوب کښي زه پاللى وم."

له مور او پلار د نیکی يوه ډول دادی: چې صدقه ورکړل شي او د صدقې اجر هغوی ته اهدا کړی شي، په ځانګړې توګه که دا صدقه جاریة وي، ځکه چې دا هغوی ته رسيږي.

امام بخاري په خپل "صحیح" کې له عبدالله بن عباس رضی الله عنهما څخه روایت کړی دی چې: چي یو سړي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: زما مور مړه شوې که زه د هغې له خوا صدقه ورکړم نو آیا هغې ګټه رسېږې؟ نبی کریم صلی الله علیه وسلم وویل:" هو"  هغه وویل: زه یو باغ لرم، تاسو شاهد اوسئ هغه مې د خپلې مور له خوا صدقه کړو.

Share this:

Related Fatwas