د ګروي (رهن) اخیستونکي لخوا د ګرو ش...

Egypt's Dar Al-Ifta

د ګروي (رهن) اخیستونکي لخوا د ګرو شوي توکي کارول

پوښتنه

د ګروي (رهن) اخیستونکي لخوا د ګرو شوي توکي کارول څه حکم لري؟ 

ځواب

شرعا  د ګروي اخیستونکي(مرتهن) لپاره د ګروي توکي څخه ګته پورته کول روا نه ده، مګر دا چې هغه د ترلاسه شوي ګټې قیمت ادا کړي، که څه هم په هغه د مبیعې په قیمت کې هم شامل وي که ګروي يې د پلور د قیمت لپاره اخیستې وي. کنه نو دا د خلکو اموال په ناحقه خوړل دي؛ او الله تعالی ورڅخه په خپل دې قول کې منع کړې ده: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ إِلَّا أَنْ تَكُونَ تِجَارَةً عَنْ تَرَاضٍ مِنْكُمْ وَلَا تَقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ إِنَّ اللهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا ۝ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ عُدْوَانًا وَظُلْمًا فَسَوْفَ نُصْلِيهِ نَارًا وَكَانَ ذَلِكَ عَلَى اللهِ يَسِيرًا﴾ [النساء: 29-30]، ژباړه: «اې مؤمنانو! په خپلو منځو کې يو د بل مالونه په ناروا توګه مه خورئ، مګر (خورئ یې) که راکړه ورکړه د دواړو خواو په خوښۍ سره (په روا توګه) وي، او خپل ځانونه مه وژنئ.  باور ولرئ چي الله پر تاسي مهربان دى ۝څوك چي په ظلم او تيري سره داسي وکړي، هغه به هرو مرو مونږ اور ته ننباسو او دا د الله لپاره څه ګران كار نه دى.» او.ځکه دا په داسې قرض کې شاملیږي چې کټه تر حاصلیږی او هغه سود دی. 

Share this:

Related Fatwas