د سهار له اذان څخه نیم ساعت مخکې اذ...

Egypt's Dar Al-Ifta

د سهار له اذان څخه نیم ساعت مخکې اذان

پوښتنه

د سهار له اذان څخه نیم ساعت مخکې اذان څه حکم لري؟

ځواب

امام بخاري او مسلم په خپلو "صحيحینو" کې د عبدالله بن عمر رضی الله عنهما او د أم المؤمنين عائشة رضي الله عنها، په حدیث کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی چې فرمايي: «إِنَّ بِلالًا يُؤَذِّنُ بِلَيْلٍ؛ فَكُلُوا وَاشْرَبُوا حَتَّى يُؤَذِّنَ ابْنُ أُمِّ مَكْتُومٍ»، ژباړه: «بلال چې کله آذان کوی لا شپه وي؛ نو تاسو خوراک او څښاک وکړئ ترڅو چې ابن ام مکتوم آذان کوي» جمهورو علماوو په حديث د سهار له وخته څخه مخكې د سهار د داخیلدو د نزدوالی د خبرتیا لپاره د اذان كولو د مشروعیت لپار استدلال کړی، او امام بخاری د دې په اړه په خپل کتاب صحیح کي باب ځانګړی کړی دی چې وایی(د سهار څخه د مخه د آذان باب)،  خو سره له دې  د خلکو حالات او هغه څه چې دوی پرې عادت دي باید په پام کې ونیول شي. ځکه چې په اسلام کې نه ځان ته زیان سول شته او نه نورو ته ضرر رسول نشته او دا چې په دې کې  باید اړوندو رسمې ادارو ته مراجعه وشي، نه دا چي افرادو په خپله د دې کړنلارې په پلي کولو کې له په خپل اجتهاد بیړه وکړي.

Share this:

Related Fatwas