مستحاضه ښځي لپاره د قرآن تلاوت کول
پوښتنه
ښځه که مستحاضه وی د قرآن کریم تلاوت کول یې څه حکم لري؟
ځواب
استحاضه یو حالت دی چې په کې په ښځو باندې د میاشتني عادت د وخت پرته وینه راځي، چې د نفاس یې وخت هم نه وي، او په مستحاضه باندې د حایضي احکام نه پلي کیږي، بلکه دا کوچنی بی اودسي ده، په دې حالت د ښځې لپاره جایز چې د قرآن تلاوت وکړي، او کله چې اودس وکړي د ورقي قرآن کریم لمس هم ورته جایز دي.