د شکر په سجده کې څه ویل کیږي

Egypt's Dar Al-Ifta

د شکر په سجده کې څه ویل کیږي

پوښتنه

د شکر په سجدو کې او د سهوې په سجدو کې څه ويل کېږي؟

ځواب

که څوک الله جل جلاله ته د شکر سجد ادا کوي نو هغه ته مستحب ده چې هغه څه ووایي چې د تلاوت به سجده کې  یې  وایي، نو باید داسې ووایي لکه څنګه چې د ام المؤمنین عایشه رضی الله عنها په حدیث کې له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه په روایت کې راغلي دي: «سَجَدَ وَجْهِي لِلَّذِي خَلَقَهُ، وَشَقَّ سَمْعَهُ وَبَصَرَهُ، بِحَوْلِهِ وَقُوَّتِهِ»، ژباړه:«زما مخ هغه ذات ته سجده وکړه چې پيدا کړى يې دى، او د اوریندو او لیدو غړې یې په خپل په ​​قوت او ځواک ورکړي دي» (امام ابو داود روايت کړی). او امام الحاکم زياته وي: ﴿فَتَبَارَكَ اللهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ﴾ " ژباړه« نو الله ډیر زیات با برکته،او تر ټولو غوره پیدا کوونکی دی»

او همدارنګه مستحب ده چې داسې ووایي لکه څنګه چې د ابن عباس رضي الله عنهما په حدیث کې راغلي دي: «اللَّهُمَّ اكْتُبْ لِي بِهَا عِنْدَكَ أَجْرًا، وَضَعْ عَنِّي بِهَا وِزْرًا، وَاجْعَلْهَا لِي عِنْدَكَ ذُخْرًا، وَتَقَبَّلْهَا مِنِّي كَمَا تَقَبَّلْتَهَا مِنْ عَبْدِكَ دَاوُدَ» ژباړه: «ای خدایه زما لپاره یې په بدل کې خپل ځان سره اجر ولیکه، د هغې په بدل کې زما ګناه کمې کړه، او زما لپاره یې له ځان سره ذخیر وګرځوه، او له ما څخه یې قبوله کړه لکه څنګه چې تا د خپل بنده داود څخه قبوله کړې وه.» (امام ترمذي روایت کړی). او همدا راز د لمانځه په سجده کې چې څه وایي د هغې ویل هم مستحت خو چې د الله جل جلاله حمد او شکر پکې لا زیات وویل شي.

Share this:

Related Fatwas