په قسطونو د حج او عمرې ادا کول
پوښتنه
په قسطونو د حج او عمرې ادا کول څه حکم لري؟
ځواب
شرعا ثابته ده چې د حج او عمري لګښت لرل چې په فقه کې زاد او راحله (د سورلۍ او تګ راتګ مصرف لرلو) په نوم یادیږي، د وجوب له شرطونو څخه دي نه صحت، په دې معنی چې که یو شخص یې د حج په وخت کې مالک نه وي د حج د صحت مانع نه کیږی، بلکه حج پرې نه واجب کیږي، نو که هغه په دې وخت کې حج ونه کړ نو نه ګناهګاریږي، خو که د حج لپاره يې احرام وتاړه نو بيا يې پوره کول پرې واجب دي او حج يې صحيح دی، او همدا شان عمره هم.
نو د پورتني خبرو پر اساس: په قسطونو د حج او عمري کول د اسلامي شریعت له نظره صحیح دی.