د ناروغ لمونځ او روژه
پوښتنه
د هغه ناروغ لپاره د لمانځه او روژې حکم څه دی چې مرض یې په توان او حرکت باندې اغيزه کړی وي؟
ځواب
کله چې د فرض لمونځونو اداء کول ستونزمن وي، نو الله تعالی ناروغ ته کوم حرج ندی ګرځولی چې د خپل توان او طاقت سره سم یې ادا کړي، که په ولاړه، ناسته، په څنګ یا په شا په ډډه وهولو سره وی او د رکوع او سجدې په وخت کې اشاره کوي. او که چیرې د دې ټولو توان ونلري په داسې حال چې اشاره نشې کول مګر یوازې په سترګو، بڼو یا قلب، نو د حنفی مذهب مطابق لمونځ ترې ساقط کیږي، او د الله جل جلاله رحمت د ټولو په حال شامل دی.