د جمعي آذان

Egypt's Dar Al-Ifta

د جمعي آذان

پوښتنه

د جمعې د لمانځه لپاره اذان څو ځله کېږي؟

ځواب

د جمعې د لمانځه لپاره د اذان قاعده دا ده چې د وخت په داخلیدو سره او کله چې امام په منبر کېناسته وشي. او دا له هغه څه سره موافق دي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې پرې شوی او د هغوی د حالت سره مناسب وه.

خو بل اذان دا یو ښه عمل دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم خلیفه عثمان بن عفان رضی الله عنه پرې عمل کړی، کله چې خلک زیات شول نو دوی ته د خبرتیا په نیت یې دا کار وکړ چې د امام منبر ته د پورته کیدو نه مخکې حاضریدو کې بیړه وکړي. او مسلمانانو په دې عمل اجماع کړې او پرته کوم انکار څخه تر نن ورځې پوري پرې عمل جریان لري؛ له السائب بن یزید رضی الله عنه څخه روایت دی چې وایي: «د جمعې په ورځ لومړۍ اذان د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې کله به چې پر منبر کیناست وو او د ابوبکر او عمر رضی الله عنهما هم همداسي، نو کله چې د عثمان رضي الله عنه زمانه راغله خلک زیات شول، درېیم اذان  په الزوراء(لوړه) کې وشو، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  لپاره یو موذن وه» (امام بخاری رحمه الله په خپل "صحیح" کې روایت کړی).

او مناسبه نده چې دا ډول اختلافي مسايل د مسلمانانو تر منځ د تفرقې او شخړې لامل شي او په دې برخه کې بايد د جوماتونو د چارو د تنظيمولو د صلاحيت لرونکو چارواکو له خوا د پرېکړې اطاعت وشي.

Share this:

Related Fatwas