ناروغ ته تسلي ورکول

Egypt's Dar Al-Ifta

ناروغ ته تسلي ورکول

پوښتنه

د ناروغ د عیادت پر مهال هغه ته د تسلیت ورکولو او دعاء کولو حکم څه دی؟

ځواب

د مسلمان لپاره سنت ده، کله چې ناروغ ته د عیادت لپاره ورشي، نو د هغه لپاره له الله تعالی څخه داسې دعا وکړي، چې د هغه غم پري کم شي او د ناروغۍ او اجل  په اړه له پریشاني یې کمه شي. لکه د اوږد عمر لپاره دعا کول، د ناروغۍ ختمید او داسې نور. مثلا چې ورته ووایي:"لا بأس طهورٌ إن شاء الله"ژباړه:« پروا مکوه ان شاء الله دا ناروغي پاکي(له ګناهونو) ده »  اویا «الله دې شفا او له ناروغی خلاصون درپه درخه کړی» یا « الله اوږد عمر درکړي» او دې ته ورته.

په دې کې شک نشته چې د ناروغ  احساسات په پام کې نیول، او  ورسره مهرباني کول او د اوږد عمر او رغیدو هیله ورکول یو انساني متمدن ارزښت دی.

دا د ناروغ روح ته خوشحالي او خوښي ورکوي، د هغه زړه کرار وي، د هغه فکر آرمه وي، د هغه هوډ او روحي فعالیت پیاوړی کوي، چې د هغه په ​​رغیدو کې مرسته کوي.

Share this:

Related Fatwas