په اسلامي فقه کې د نړۍ تقسیم

Egypt's Dar Al-Ifta

په اسلامي فقه کې د نړۍ تقسیم

پوښتنه

د نړۍ د هیوادونو په ډیرو برخو د تقسمولو په اړه د فقهاوو دریځ څه دی؟

ځواب

جمهور فقهاء د نړۍ هیوادونه دار اسلام(د اسلام هیواد) او د دار حرب( جګړې هیواد) او د معاهدي ، اوربند او د سولې په هیوادنو ویشلي. په دې ټولو د اوربند او د سولې هیواد په نومونو نومول کیږي: حنفيان  په دې اند دي چې د نړۍ هېوادونه په دارالاسلام او دارالحرب وېشل کیږي. د فقهاوو یوې بلې ډلې بیا د نړۍ هیوادونه په لاندې برخو ویشلي دي: د دار سلام(سولې دار)،او دارحرب(د جګړې هیواد)، د سولی دار، د معاهدې دار او د امن دار. او حکم یې کړی چې: تر سو  پورې چې کوم دولت  کې – که هر دولت وي - عادي لمونځونه کیږي او د عبادت آزادی ته اجازه ورکول کیږي حتی که هغه غیر مسلم هیواد هم وي، نو په دې حالت کې د سولې او امان دار ګڼل کیږي، نه د جګړې هیواد، فقهاوو همدارنګه دا پریکړه هم کړې، چې هر هغه هیواد چې د ملګرو ملتونو قانون لاندې راځي "دار عهد" دی، نه دار حرب، په دې عصر کې د نړۍ ډیری هیوادونه په حقیقت کې د سولې او اوربند هیوادونه دي؛

دا د نورو ملتونو سره په نړیوالو میثاقونو او معاهدو کې د اسلامي امت د ګډون له امله دی او په دې اساس دا د سولې دار ګڼل کیږي، نه دار اسلام؛ ځکه چې دارالاسلام هغه دی چې د مسلمانانو حاکمیت لاندی وي.

Share this:

Related Fatwas