د خوارجو په ړاندې د سلف صالح دریځ

Egypt's Dar Al-Ifta

د خوارجو په ړاندې د سلف صالح دریځ

پوښتنه

د خوارجو په ړاندې د سلف صالح دریځ څه دی؟

ځواب

د خوارجو سره په تعامل کې سلف صالح او په سر کې یې صحابه کرام  دریځ تند او قاطع وه، د امام علي بن ابی طالب «رضی الله عنه» د خلافت وخت په کې د یوې اسلامې ډلې په توګه د خوارجو لمړی اغیزمن ظهور سره سم علي بن ابی طالب«رضی الله عنه» په پیل کې دوی ته عبدالله بن عباس ورولیږه تر څو  د دوی ګمراهي وروښه یي او د دوی ټول فکري مشکلاتو ته چې دوی یې دې حد رسولي ورجواب کي، نو دوی څخه دریمه برخه یې له خپل ناسم فکر راوګرځیدل،او باقی يې په خپل دريځ او خروجیت ټینګ پاتې شول. نو علی رضی الله عنه چې په دي وخت کې شرعي حاکم او د اسلامي امت ولی الامر وه په توري فیصله وکړه،او د نبی کریم صلی الله علیه وسلم د وصیت تطبیق یې وکړ چې فرمایي: «...هُمْ شَرُّ الْخَلْقِ وَالْخَلِيقَةِ، طُوبَى لِمَنْ قَتَلَهُمْ وَقَتَلُوهُ، يَدْعُونَ إِلَى كِتَابِ اللَّهِ وَلَيْسُوا مِنْهُ فِي شَيْءٍ، مَنْ قَاتَلَهُمْ كَانَ أَوْلَى بِاللَّهِ مِنْهُمْ...» [رواه أبو داود].

 ژباړه : هغوی بدترین خلک او مخلوقات دي،خوشبختي ده د هغه چا دپاره چې دوی ووژنې او یا د دوی په لاس ووژل شي،د الله کتاب ته به بلنه کوي خو د دوی به په خپله د هغه څخه لرې وي،او چاچې دوی سره جګړه وکړه  هغه به د دوی څخه الله ته به حقه وي ".

 سره له دی هم، نه له نبی کریم صلی الله علیه وسلم او نه له صحابه کرامو څخه داسی صریح لفظ شته چې د دوی په کفر او د اسلامي امت څخه په وتلو دلالت وکي.

Share this:

Related Fatwas