په مصر کې په عمومي افکارو او ټولنیز او دیني ژوند ته د معاصره خوارجو ضرر؟
پوښتنه
معاصرو خوارجو څنګه په مصر کې د خلکو عمومي افكار، ټولنېز او ديني ژوند خراب او يا زيانمن کړ؟
ځواب
د معاصرو خوارجو منهج او تګلارې ته منحصر ځينې ناسم افکار چې خلک انګېري چې دا د دين څخه دي، د هغو څخه يو د حکومتونو سره دايمي مخالفت او دا ادعا کول چې ټول حکومتونه چې په اسلامي نړۍ کې حکومت کوي لږ تر لږه كه کافر نه دي خو ظالم دي، او زموږ په هېوادونو کې شريعت نه تطبيقېږي او په دولتي رسمي ادارو کې ديني عالمان د پاچا خپل عالمان دي چې دين يې په دونيا پلورلي او نور دروغ او خرافات خپروي چې په مسلمانانو او خلکو کې د يوه وطن بچيانو ترمنځ د اور د لمبو فتنه بله وي.
او د ځينو خلکو په چال چلند کې دا اساسات انعکاس شوي دي چې د دوى په دروغو او افتراءتو يې باور کړى دى، نو ځينې ګورو چې بيت المال حلال ګني د هغه څه په اساس چې د دوى په وجدانونو کې د سركشۍ بلکې د حکومتونو د کفري ګڼلو څخه ځاى په ځاى شوي دي. د دولتي رسمي ادارو علماوو ته نه راګرځي بلکې سپکاوى يې کوي او د خپلو وروڼو سره په انسانيت او وطن کې کينه او نفرت لري، تعامل او راشه درشه ورسره نه کوي او ځينې نور امور چې هغه د دين او نيکو اخلاقو څخه لرې وي.