د نبی کریم صلی الله علیه وسلم سره د هغی مینې چې سخت دريځې ډلي ادعا کوی او د ټولو مسلمانانو د مینې ترمنځ فرق
پوښتنه
د نبی کریم صلی الله علیه وسلم سره د هغی مینې چې سخت دريځې ډلي یې ادعا کوی او هغه مینه ټولو مسلمانان یې ورسره لري ترمنځ فرق څه دی؟
ځواب
مينه د زړه نه منل شوی اراده ده او میل دی هغه څه ته چې پرې باور لري د محبوب به اطاعت کې دی دمینې د رښتیوالي دلالت لپاره لازمه ده.
او په دې اړه ځینو داسې ویلي.
تعصى الإله وأنتَ تُظهِرُ حبه " هذا لعمري في القياس شنيع
لوْ كَانَ حُبُّكَ صَادِقًا لأطعنه " إن المحب لمن يُحِبُّ مُطيع
ژباړه: د خداى نافرماني کوې او ورسره د مينې تظاهر کوې
زما په عمر قسم دی چې دا په قیاس کې بدترین کار دیسی
که چېري ستا مينه رښتیا وه نو تا به د هغه اطاعت كړی وه
ځکه چې مین د خپل محبوب فرمانبردار وي
د مسلمانانو مينه د نبي عليه السلام سره داسې ده لکه څنګه چې د الله تعالى سره مينه لري رسول الله ﷺ فرمايلي دي:
«أحبوا الله لما يغذوكم من نعمه وأحبوني بحب الله وأحبوا أهل بيتي لحبي». رواه الترمذي
ژباړه:
له الله جل جلاله سره مینه وکړئ د هغه د نعمتونو لپاره چې یې دباندې پیرزو کړي دي، او ماسره د الله د مینې لپاره مینه وکړئ، او زما اهل بیتو سره زما د مینې لپاره مینه وکړئ.
مسلمانان د رسول ﷺ د سنتو حفاظت کوي، او اهل بيت سره مينه کوي، د هغه مبارک مولود شريف نمانځي، په مدحې او صفت کولو يې خوشالي کوي، په هغه مبارک د درود او صلاۃ مجلسونه نيسي، په واسط يې الله تعالى ته التماس کوي، د خلکو سره نرمي او تواضع يې د دې مينې انعکاس او ښودنه په کړنو کې کوي. لوى فرق دى د دې مينې او د هغو خلکو د مينې چې د رسول الله ﷺ مولود نماځنه حرامه ګڼي، په نبي ﷺ د درود او صلاۃ ويلو مجلسونه منع کوي، د هغه مبارک په مدحې او صفت خوشالي نه کوي او وايي چې په حضرت محمد ﷺ توسل کول د الله جل جلاله سره شرک دى نو دوى د کومې مينې ادعا کوي.