د سخت دريځۍ او ترهګرۍ سره په مبارزه کې د مصر دار الافتاء هڅې .
پوښتنه
د سخت دريځۍ او ترهګرۍ سره په مبارزه کې د مصر دار الافتاء هڅې او څه دي؟
ځواب
د مصر دار الافتاء يوه معتبره ملي موسسه ده چې د اعتدال تګلاره تعقيبوي چې د اسلام د جوهر بيانونكی، او د دې نقطه نظر څخه دار الافتاء د هماغه پيل څخه د سخت دريځو فكرونو خطر احساس كړی او ورته متوجه وه، او جدي او اغیزمنې هڅې كړي ترڅو د هغه ناسمو افکارو او فتواوو په وړاندې منخنيوي وکړي چې زمونږ د حق دين څخه ليري او بيګانه دي.
د مهمو اهدافو څخه يې (د نړۍ په کچه د دارالافتاګانو او افتایی ادارو عمومي سکرتریت) چې په جوړولو کې يې مصر دار الافتاء ډیره هڅه درلوده، او دا اداره د سخت دريځو فكرونه سره د مبارزي او په فتوى کې د اعتدال منهج عملي کړي. او همدارنګه د مصر دار الافتاء (د تکفیر او سخت دریځو فتواوو د څار اداره) او د دې ادارې له کارونو څخه د یو كار په ټولو لوستل کېدونکو، اوريدل کيدونکو او ليدل کيدونکو رسنيو کې د تکفيري مقالو او وينانو تعقبيول دي،او افتاٸي ادارو سره د دې ډلو سره په تعامل کې پوره مرسته کول دي، د دار الافتاء د وروستيو هڅو څخه د (د افراطیت د مطالعاتو لپاره د سلام مرکز) جوړول وه. چې د دې ادارو او مراکزو او نورو اعمالو له لارې د مصر دار الافتاء غواړي چې د ژوند په ټولو علمی برخو کې د اوسني ژوند له واقعيتونو سره همغږې ووسي، او د د نړۍ په ګوټ ګوټ ټول انسانيت لپاره په دې برخه بهترين ممکن خدمت وړاندې کړي.