د الازهري منهج او تګلارې نښانې

Egypt's Dar Al-Ifta

د الازهري منهج او تګلارې نښانې

پوښتنه

د الازهري منهج نښانې څه دي؟ او آیا دا په الازهر الشریف پوري خاصې دي؟

ځواب

ازهري منهج د پیړیو په اوږدو کې د اهل سنت والجماعت تګلاره وه،او دا چې الازهرالشریف د اهل السنت تر ټولو پخوانیو او  لرغونېو علمي قلاعګانو څخه ده،د یو لوی تاریخي رول ادا کولو او په دې لاره کې د مخکښ پاتي کیدو له کبله د دې تګلاري او منهج نسبت ورته شوي، او د دې  منهج نښانې په دری عناصرو کې خلاصه کیږي،لومړۍ: د اهل سنت او جماعت په عقیدی معتقدوالی، دویم: له څلورو فقهی مذهبونو څخه چې د سلف الصالح له عصره یې پیروي کیږي د یو مذهب تابع والی ،او دا مذهبونه : حنفی، مالکی، شافعی او خنبلي مذهبونه دي، دریم: تصوف د الله لور ته د نفس او سلوک د تربیې د لاري په منل،او هر بنسټ او مرکز  چې د دی منهج پیروی وکړي نو  د الازهر شریف په منهج دی.

Share this:

Related Fatwas