د تندلارو په نزد د فهم د تګلارې اسا...

Egypt's Dar Al-Ifta

د تندلارو په نزد د فهم د تګلارې اساس

پوښتنه

د افراطي فکر لرونکو کسانو علمي جوړښت څه ډول دی؟

ځواب

تکفیریان د ښوونې او روزنې، فتوا، تدریس او د دعوت په برخه کې د سالم جوړښت او د باور وړ لومړیتوبونو نشتوالی سره مخامخ دي.

او دې ته د " د معکوس هرم نظریه " ویل کیږي او دا په پیل او پای کې د غلطۍ لامل کیږي،د افراطي ډلو په ذهن او عقلیت کې د دې تیورۍ تجسید لیدلی شو،

شرعي نصوصو  ته د دوی د نظر له اړخه، مونږ ګورو چې دوی  زمونږ په  ژوند کې  ډېر مفاهیم سرچپه کوي، چې مثبت او منفي کوي، او  منفي او مثبتو کوي،او دا هغه چلند دي چې مونږ یې "معکوس هرم" بللی شو،او دا د هرم طبیعت دی چې د هرم له بنسټ څخه پیل لازموي او بیا ورو ورو یې سرته ورسیږي، لکه څنګه چې د هرم په انجینری شکل کې معروفه ده، نو د معکوس هرم د نظریې  تګلاره برعکس د هغي منظومی او منهج ده چې په اسلامي شرعیت کې شرعی احکام پري بنا دي، له سو اړخونو غلطه ده هغه که له معرفی اړخه وی او که له منهجې  او  سلوکی اړخه.

هغه مهجي منظومه چې اسلامي علوم پرې بنا دي د لومړیتوبونو په ترتیب ولاړه ده؛ ځکه چې د یو شي لپاره ترټولو غوره تصور د هغه شي معتدل تصور دی، نه برعکس؛ ځکه دا مونږ هڅوي چې له ډیر مهم څخه پیل وکړو او بیا ورپسې له مهم څخه، دا برعکس د هغه څه دي چې د شرعي علومو په منظومه کې د فکري افراطیت په ډیری ډلو کې لیدل کېږي، دوی په دعوت، زده کړه، تدریس او فتوا کې له اهل سنتو څخه په بشپړه توګه توپیر لري.

Share this:

Related Fatwas