زیات مهر او اغیزې یې

Egypt's Dar Al-Ifta

زیات مهر او اغیزې یې

پوښتنه

 په مهر کې د زیادروۍ کولو شرعي حکم او پایلې څه دي؟

ځواب

 په مهر کې مبالغه کول د اسلام له لارو او سنتو څخه نه ده؛ ځکه چې د واده اصلي موخه د هلک او انجلۍ عفت دی؛ نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: «أَعْظَمُ النِّسَاءِ بَرَكَةً أَيْسَرُهُنَّ صَدَاقًا» رواه الحاكم في "المستدرك".

ژباړه:  "په ښځو  کې تر ټولو لوئ برکتي هغه  څوک ده چي مهر یې تر ټولو اسانه وي".

دا لازمه ده چې په مهر کې مبالغه ونه شي، او کله چې یو نیک او ښه زوج ورته معلوم شي پلار ته په کار ده د خپلو لوڼو د واده لپاره هر ډول آسانتیاوې برابر کړي؛ تر څو مونږ خپل هلکان او نجونې له انحراف څخه وژغورو، او رسول الله صلى الله عليه وسلم، په دي وینا کې مونږ ته ډیر دروند نصيحت کړې: «إِذَا جَاءَكُمْ مَنْ تَرْضَوْنَ دِينَهُ وَخُلُقَهُ فَأَنْكِحُوهُ إِلَّا تَفْعَلُوا تَكُنْ فِتْنَةٌ في الأَرْضِ وَفَسَادٌ عريض» رواه الترمذي.

ژباړه: "کله چې تاسو ته یو څوک راشی له  دین او اخلاقو يې خوښ وئ، نو  هغه ته په نکاح وکړئ، که داسې ونه کړي، نو په ځمکه کې به فتنه او پراخ فساد رامنځته شي".

Share this:

Related Fatwas