داعش ډلې سره د اخوان ترهګرې ډلې اړی...

Egypt's Dar Al-Ifta

داعش ډلې سره د اخوان ترهګرې ډلې اړیکه

پوښتنه

د داعش ډلې سره د اخوان ترهګرې ډلې اړیکه څه ده؟

ځواب

ځواب:

داعش د اخوان ترهګرې ډلې د افکارو څخه د منځته راغلو  شکلونو یو علمې صورت دی،او دا له دې جوته کیږي چې  د«توحيد الحاكمية» د حاکمیت د توحید قاعده چې یوه د هغو مهمو قاعدو څخه ده چې بی له استثنا د ټولو ترهګرو ایډیالوژیو لرونکو ډلو لپاره اساس دی، او معنا یې داده چې په هغه څه چې الله نازل کړي حکم نه کول کفر او له اسلام څخه خروج دی. او دا غلط مفهوم هیڅ یو معتبر امام هم نه دي ویلی، او د الله ﷻ  د قول: ﴿وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ﴾ [المائدة: 44] ژباړه: او چا چې د الله په نازل كړي (كتاب، قانون) باندې فیصله ونه كړه، نو همدغه خلق كافران دي»

په دې آیت کې مراد هر هغه کفر دی بی غیر د اسلام څخه د وتلو کفر  یا هم هغه د اسلام په کلي انکار حمل کیږي، لکه څنګه چې طبری او نورو تفسیرونو را نقل کړی ده، او بله مغالطه د افراطیانو په نزد دا ده  چې دوی باور کوی قوانین د اسلامي شریعت مخالف دي،او په همدی بنا خلک او حکومتونه په کفر محکوم وي،او  لومړی ځل دا قاعده أبو الأعلى المودودي وویله بیا عربی ته سید قطب ترجمه کړه او په خپلو څو کتابونو کې یې خپره کړه په ځانګړي ټوګه په «الظلال»،او دا کتاب د ترهګرو ډلو په نزد د اساسی کتابونه څخه بلل له اخوان ډلې څخه پیل بیا تر  تکفیر و الهجره ، الجهاد او  القاعده ډلو او په پیای کي بیا د داعش ډله.

Share this:

Related Fatwas