پخواني تراثي تصورات او د ترهګرۍ په خپریدو کې د دې پدیدې تاثیر
پوښتنه
آیا د پخواني تراثي تصورات په اوسي شرایطو او واقعاتو پلي کول مناسب دي؟ او د ترهګرۍ په خپریدو کې د دې پدیدې تاثیر څه دی؟
ځواب
شرایط او واقعتونه په فقهی جوړښت او شرعي فتوا کې ډيره اغیزه لري، او همدا د شرعي احکامو د تدریج یو له مهمو سببونو څخه هم وه، نو مثلا وینو چې د لمونځ طریقه د تشریع په پیل کې بیا د بعثت د پای وختونو په شان نه ده،له عبدالله بن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی وایي: چې مونږ به په نبی کریم ﷺ سلام كولو په داسی حال کې چي هغه به په لمانځه وه، نو نبی کریم ﷺ به مونږ ته د سلام جواب را کوه،نو کله چې مونږ له نجاشي څخه راغلو نو نبی کریم ﷺ مونږ ته د سلام جواب را نکړ، او نبی کریم ﷺ وفرمايل: «إِنَّ فِي الصَّلاةِ شُغْلًا» [متفق عليه]،ژباړه:«یقنیا چې په لمونځ کې عمل» او د تندلارو جریانونو یو مصیبت دادی چې دوی واقعتونه او شرایط نه مراعت کوي، او داسی ګمان کوي چې هر هغه شرایط چې د پیغمبر ﷺ د وخت شرایطو سره مخالف وي نو هغه بد او مذموم دي،او به بیلابو لارو یې د تغییر هڅه کوي،خو پخواني امامانو دا کار نه دی کړی، بلکي د خپلو شرایطو او واقعتونو به مراعتولو سره یې د دوی څخه د مخکنیو اسلافو مخالفت کړی، او کتابونه یې له دي ډک دي،نو په مونږ لازمه ده چې د په هغوی اقتدا وکړو او خپل شرایط او واقعتونه مراعت کړو،او د هغوی اجتهادونه هوبهو هماغه شان په خپلو شرایطو او واقعتونو پلي نه کړو، او دا متخصصو علماوو دنده ده.