په پخواني تراثي کتابونو کې د جهاد شتون
پوښتنه
آیا په پخواني کتابونو کې د جهاد موجوده فقه د شرعي ثوابتو له جملې څخه ده او که له فقهي لحاظه د تغیر وړ ده؟
ځواب
د جهاد فقه په پخوانيو کتابونو کې د فقه په هغو مسائلو کې موجود ده چې د علماوو په اجتهاد د تغیر قابلیت لري، او د جهاد په احکامو کې یوازې د هغه د مشروعیت اصل ثابت او نه تغیریدونکي دی، چې د قرآن کریم او د نبوي سنتو په نصوصو د ظالم د ظلم او د متجاوز د تجاوز د دفعي د وسیلې په توګه ثابت شوی، او له هغو آیتونه څخه یو د اللهﷻ دا قول دی:﴿أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ﴾ [الحج: 39]، ژباړه: :«هغو کسانو ته (د جګړې) اجازه ورکړل شوه چې پر خلاف یې په جګړه لاس پوري کیږي، ځکه چې په هغوی ظلم شوی دی، او بیشکه الله د هغو په ملاتړ قادر دی » او په دې اړه له روایت شویو احادیث څخه یو دا دي چې له نبي کریم ﷺ څخه وپوښتل شول: کوم عمل تر ټول بهتر دی؟ نو وې فرمایل: «إِيمَانٌ بِاللَّهِ، وَجِهَادٌ فِي سَبِيلِهِ» [متفق عليه]،ژباړه: «په الله ایمان او د هغه په لار کې جهاد» او د جهاد د مشروعیت په اصل کې د جهاد هغه شروط هم شامل دي چې د فقهاءو ترمنځ پري اتفاق دی او د شرعي ثوابتو له جملي بلل کیږي، لکه د امام او د هغه د جازي شتون، خو د جهاد جزئیات چې هغه عبارت دی د عمل په میدان کې د جهاد له تطبیق څخه، چې د جهاد د احکامو ډیره برخه هم همدا احکام دي د هغو احکامو له جملي څخه شمیرل کیږي چې د متخصص فقیه په اجتهاد د زمان حالاتو او ظروفو له تغیر سره سم د تغیر وړ دي، او په دې کې قاعده د ولی الامر نظر او ښه پالیسي ده.