په اسلامي شریعت د فیصلي کولو صحیح م...

Egypt's Dar Al-Ifta

په اسلامي شریعت د فیصلي کولو صحیح مفهوم

پوښتنه

په اسلامی شریعت د فیصلي کولو صحیح مفهوم څه دی، او تنلارې ډلې په دې مفهوم څنګه لوبې کوي؟

ځواب

په اسلامی شریعت د فیصلې کولو صحیح مفهوم د اسلام احکامو ته رجوع کول او د هغو منل دي، ځکه چی دا د اللهﷻ احکام دي، خو تندلارې ډلې بیا دې مفهوم څخه ناسمه استفاده کوي، او په قرآن او سنتو غلط پوه شوي دي، او په دې غلط مفهوم ولاړ یو منحرف منهج او تګلاره یی اختراع کړې، او څوک چی د دوی دا تګلاره نه مني، دوی یې د اسلام څخه منکر بولي، او همدارنګه ګمان کوي چې د دوی د منهج پلي کول چې دوی یې د الله شریعت ګڼي د ایمان د صحت له شروطونو څخه یو شرط دی او د دوی د تګلارې نه منونکی کافر دی، او حقیقت خو دا دی چې د شریعت د احکامو څخه یوه برخه د فقهاءو ترمنځ اتفاقی ده، چې پخوانی اوسني او شرق او غرب کي ټول فقهاء پری اتفاق لري چی د اسلامی شریعت اساسات ورته وویل کیږې، او بل برخه یې بیا اختلافی ده، نو په اختلافي اقوالو کې په هر یو قول چی عمل وشي، دشریعت دایره کی داخل دی او مخالف ندی، او سربیره پر دی  د اللهﷻ د حکم نه تطبیقول  ګناه ده خو له دین څخه د وتلو سبب نه ګرځي، لکه څنګه چی فقهاءو یادونه کړی.

Share this:

Related Fatwas