په اسلام کې د هجرت(کډوالۍ) مفهوم
پوښتنه
د کډوالۍ د مفهوم په اړه عصري دیني لید څه دی؟ آيا هغه څوک چې په يوه غير اسلامي هېواد کې ژوند کوي، د خپل دين لپاره بل هېواد ته هجرت پرې واجب دي، لکه څنګه چې د افراطي مفکورې لرونکې وايي؟
ځواب
افراطي او ترهګرو جریانونو د عامو خلکو په منځ کې د کډوالۍ(هجرت) مفهوم د خیره کولو هڅه کړی او د هر هغه چا لپاره چې په غیر اسلامي هیوادونو کې ژوند کوي د دوی د دین د عقیدې خرابیدو څخه ساتلو لپاره د هغه هیواد پریښودل یې پرې واجب کړي؛ دا د دوی په ګمان په اسلام کې د شرعی هجرت د مفهوم لاندې راځي.
او حقیقت هجرت د روحي او بدنی لحاظه د یوې متکاملې ټولنې د ترلاسه کولو لپاره بهتر لور ته د موجوده حالت د بدلولو نښه ده،
او ښایي د مکې له فتحې وروسته د رسول الله صلی الله علیه وسلم مقصد همدا معنی وي لکه چې فرمایي: «لا هِجْرَةَ بَعْدَ الفَتْحِ، وَلَكِنْ جِهَادٌ وَنِيَّةٌ» أخرجه مسلم. ژباړه: « له فتحې وروسته هجرت نشته، خو جهاد او نيت باقي دى »
يعنې: د مکې له فتحې وروسته داسې څه نشته چې له وطنه هجرت لازم کړي، خو داسې څه شته چې له بدو څخه د ښېګڼې په لور فكر هجرت لازم وي او له هغه څه چې فساد او رکود یې ثابت شوی وي د هغه څه په لور چې مونږ یې نیکمرغي او ښه بدلون فکر کوو یا ګڼو. او له عبد الله بن عمرو بن العاض رضي الله عنها څخه روایت دی چې رسول اللهﷺ وفرمایل« مسلمان هغه څوک دی چې نور مسلمانان یې له ژبې او لاس په امن وي. او مهاجر هغه څوک دی چې هغه څه پرېږدي چې الله تعالی حرام کړي دي » أخرجه البخاري.