اسلامي شریعت علم دی او اصول لري
پوښتنه
آیا اسلامی شریعت علم دی او خپل اصول لري او که فقط فکر دی هر څوک کوی شي په کې څیړه او بحث وکړي او خپل نظر ورکړي؟
ځواب
څوک چې ځانګړي وړتیا او تخصص ونه لري حق نه لري چې په شریعت کې څیړنه او بحث وکړي او خپل نظر ورکړي، اسلامي شریعت علم دی، اصول او قواعد لري، چې د قرآن کریم او د سپیڅلي نبوی سنتو له نصوصو او د نبی کریم ﷺ له فیصلو او د صحابه کرامو له فهم څخه اخیستل شوي دي، داسي اصول چې امامانو او علماوو استخراج او په خپلو کتابونو کي لیکلي، او فقهاءو همدارنکه د هغه انسان لپاره چې غواړي د شریعت علم او اصول زده کړي هغه منهج او تګلاره هم واضح کړې چې په وسیله کوی شي دا علم او اصول زده کړي، او که څوک مشغول پاتې شو او یا یې ونشو کولی چې شرعی علوم زده کړي، نو د اللهﷻ په دي قول دې عمل وکړي: ﴿فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ﴾ [النحل: 43] ژباړه : « له با خبره خلکو څخه پوښتنه وکړئ، که تاسو په خپله نه پوهیږئ» خو د افراطیانو د عیبونو څخه داده چې دوی په داسې څه کې بحث او څیړنه کوي چې پوهه یې نه لري، او بیا په دې بسنه نه کوي، بلکه خپل غلط نظر د چاپیریال په خلکو لازموي کوي، او په دې هم بسنه نه کوي، بلکه د حقو علماوو مخالفت او هغو ته سپکې سپورې وایي او ادعا کوی چې هغوی خپل دین خرڅ کړی، خو که چیري دوی شریعت په اصولو او په هغه منهج چې له پخوا تر نن یې پیروي کیږي زده کړی وی نو دوی د حقو علماوو مخالفت نه وه کړي او په قدر او فضیلت به یې پوه شوي وه.