به اسلام کې د جهاد او جګړې ترمنڅ توپیر
پوښتنه
به اسلام کې د جهاد او جګړې ترمنځ توپیر څه دی؟
ځواب
د الله په لار کې جهاد په اسلام پراخ مفهوم لري چې له جګړې سره توپیر لري، نو د اللهﷻ په لار کې جهاد د اللهﷻ د رضا ترلاسه کولو لپاره د نفسي خواهشاتو او شیطان سره په جګړ کې د هڅې او انرژي لګولو ته ویل کیږي، الله تعالی فرمایي: ﴿وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ﴾ [العنكبوت: 69]، ژباړه:« كوم كسان چي زمونږ په خاطر کوشش وکړي، هغو ته به مونږ خپلي لاري ور وښيو او بېشكه الله خامخا د نېكوكارانو ملګرى دى » او له همدی باب کله بیا جهاد په شریعت کې د جګړو ځینو ډولونو ته هم ویل کیږي، چې هغه تیري کوونکو سره جګړه ده، د دوی ضرر د دفع لپاره، او همدارنګه له باغیانو سره جګړه هم جهاد دی، او جهاد په دې لنډ مفهوم په اصل کي فرض کفایي دی، چې ځیني یې وکړي د نورو له سره ساقط کیږي،او ځانګړي شروط هم لري چې علماوو یې یادوه کړی او پرته له هغی جواز نه لري، خو بر عکس بیا جهاد به پراخه مفهوم سره، هغه بیا په هر مکلف مسلمان فرض عین، او ځینو جګړو ته بیا د جهاد اصطلاح کارول صحیح نه ده، هغه جګړه چې یو شرعي شرط هم په کي نه وي موجود،لکه د امام د اجازي نه شتون، او یا دا چې جګړه د غیر متجاوزو مسلمانانو په مقابل کې وي، هغه کارونه چې ترهګرې ډلې کوي.