د دارالکفر او دار الاسلام اصطلاح

Egypt's Dar Al-Ifta

د دارالکفر او دار الاسلام اصطلاح

پوښتنه

آیا د دارالکفر او دار الحرب اصطلاح اوس هم معتبره ده؟ اوهغه کوم تاریخي شرایط وه چې دا اصطلاح یې منځته راوړې وه؟

ځواب

په اوسنۍ زمانه کې د دارالکفر او دارالحرب د اصطلاحاتو د استعمال دوام ته اړتیا نه ده پاتې، ځکه چې عصري نړیوالي اړیکي د نوي نړیوالو  معاهدو او تړونو په بنا تنظمیږي چې د نړۍ ټولو هیوادونو  پري موافقه کړې ده،او همدارنګه د نویو مفاهیمو رامینځته کیدو د دې اصطلاحګانو په نه کارونه کې مرسته کړي؛ لکه د مدني دولت مفهوم، د تابعیت مفهوم، چې د خلکو د حقوقو او  مسئولیتو ترمنځ د دین نژاد رنګ او نسب په اساس توپیر او تبعیض د ټولې نړۍ د هیوادونو په قوانینو  کې جرم ګڼل شوی او  جزا ورته ټاکل شوي، دا برخلاف د هغه حالت دي چې تقریبا یوه پیړۍ دمخه وه، چیري چې توپیري چلند د نړیوال کلتور یوه برخه وه، او دا هغه څه وه چې فقهاء یې د دار الکفر او دارالاسلام په څېر اصطلاحاتو کارولو ته هڅولي وه، او اسلام په ګڼو شرعی نصوصو  په قرآن کریم او  نبوي سنتونو کې د  تبعیض  له منځه وړلو او نه منلو غوښتنه کړي ده،او له همدي کبله اسلامي علماوو د دي تړونونو او معاهدو له هماغه لومړي ظهور څخه هرکلۍ کړی.   

Share this:

Related Fatwas