افراطي ډلې او په اسلام کې د جهاد مف...

Egypt's Dar Al-Ifta

افراطي ډلې او په اسلام کې د جهاد مفهوم

پوښتنه

افراطي ډلو  په اسلام کې د جهاد مفهوم څنګه تحریف کړی؟

ځواب

ځواب:

تندلارو افراطی ډلو  په اسلام د جهاد مفهوم تحریف کړی؛ په داسې حال چې جهاد یې د وسیع مفهوم چې د خواهشاتو او شهواتو سره په مقابله کې د الله سبحانه  وتعالی د رضایت لپاره هڅه او د انرژي  کارول دي، له دې مفهوم څخه د یو نوی او تنګ نظري مفهوم کې منحصر کړی چې تاوتریخوالۍ تیرۍ وژنو او ورانيو سره یې سر او کار دی چې سوله ایزو مسلمانان  له نورو  څخه د مخه په نښه کوي، هو دا سمه ده چې په اسلامی شریعت کې د جهاد کلمه د جګړې په معنا هم راغلي ده لکه د اللهﷻ  دا قول: ﴿يَاأَيُّهَا النَّبِيُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَالْمُنَافِقِينَ وَاغْلُظْ عَلَيْهِمْ﴾ [التحريم: 9]، ژباړه:« [اې پېغمبره!] له كافرانو او منافقانو سره جهاد وکړه او له هغو سره سخت چلند وکړه » خو  دا پرته له ځانګړو ډیرو شرطونه  نه صحیح کیږي، او  یواځې د متجاوزینو د تیري د دفع او مخنیوي لپاره وضع شوي دی او له دې حد د زیاتي کولو څخه منع شوی ده او دلیل یې د اللهﷻ دا قول دی: ﴿وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا﴾ [الأنفال: 61]، ژباړه:« كه دښمن د روغي جوړي خوا ته میلان ولري، نو ته هم د هغې لپاره تيار اوسه » نو کله چې د تجاوز او ضرر مخنوی وشي جهاد بیا په دې لنډ مفهوم منع شوي، الله تعالی فرمایي: ﴿وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا﴾ [الأنفال: 61]، ژباړه:« كه دښمن د روغي جوړي خوا ته میلان ولري، نو ته هم د هغې لپاره تيار اوسه » او جهاد په وسیع مفهوم باقي دی او دوام لري او  په هر مسلمان باندې فرض عین دی او له ادا کولو پرته تري نه ساقط کیږي، او له همدی کبله په شریعت کې د جهاد الاکبر په نامه یاديږي.

Share this:

Related Fatwas