د جهاد فرض والی په خپل ذات کې هدف د...

Egypt's Dar Al-Ifta

د جهاد فرض والی په خپل ذات کې هدف دی او که د وسایلو له جملې دی

پوښتنه

  آیا د جهاد فرض والی په خپل ذات کې مقصد دی او  که د وسایلو څخه دی؟

ځواب

د جهاد فرض کیدل په خپل ذات کې هدف نه دی بلکه جهاد د امت څخه د ظلم او تیري د دفاع د وسيلې په توګه فرض شوي، برابره ده که په هغو  دا تېری د دين په خاطر او  يا د هغوی د مال او  مبابعو د لوټلو لپاره وي،

له همدې امله مونږ وینو په ډیرو آیتونو کې چې د جهاد د مشروعیت په اړه راغلي، هغه سبب هم ذکر  شوی چې جهاد یې لپاره فرض شوی دی،چې له هغې جملي څخه د اللهﷻ دا قول هم دی: ﴿وَقَاتِلُوا الْمُشْرِكِينَ كَافَّةً كَمَا يُقَاتِلُونَكُمْ كَافَّةً﴾ [التوبة: 36]، ژباړه: " او ټول يو موټى شئ، له مشركانو سره وجنګېږئ، لكه څنګه چي هغوى ټول يو ځاى ستاسي سره جنګیږي"،  په دي آيت کې د جګړې  سبب د تیري بالمثل ځواب ورکول دي، او که فرض کړو چې مشرکانو د رسول اللهﷺ په وخت کې پر مسلمانانو برید نه وی کړی، نو خدایﷻ به مسلمانانو ته د جهاد امر نه وای کړې، ځکه جهاد د ظلم د له منځه وړلو وسيله ده او دلته به ظلم نه وه واقع شوي،د دې معنا دا ده چې جهاد د وسيلې په توګه فرض دی، دا برخلاف  د ظلم د مخنوي او د عدالت تامين چې دا دواړه به خپل ذات کې فرض دي،

او دا ټول برعکس د هغه څه دي، چې افراطیان یې ګمان لري چې ګواکي جهاد په خپل ذات د هدف په توګه فرض شوی او په پایله کې د دوي په فکر مسلمان باید تل د جنګ او جګړی په حال کې وي.!

Share this:

Related Fatwas