د "تاوان اخیستلو" شرعي حکم څه دی

Egypt's Dar Al-Ifta

د "تاوان اخیستلو" شرعي حکم څه دی

پوښتنه

که يو مسلمان د بل چا له مال څخه يو څه زيانمن کړي، نو آيا د هغي تاوان ورکول واجب دي،او د تاوان اخیستلو حکم څه دی؟

ځواب

د تاوان اخیستل، چې ځینې خلک ورته "تعویض یا عوض" هم وایي، کله چې ځانګړو جهتونو له لوري لکه د قضاء او په شخړو کې د منځکړو له لوری حکم پرې شوي وي، نو ګټه ترې پورته کول شرعا جایز دي، او هیڅ شرعي حرمت په کې نشته، او د خطائی او قصدي ضمانت  ترمنځ توپیر نشته، او همدارنګه که شخص ماشوم وي، لیونی، ویده یا جاهل هم وي دا ټول په ضمانت کې تاثیر نه لري؛ ځکه فقهاء د حقوقو د ساتنې او په اموالو د تیري د مخنیوي لپاره چې د ژوند اساس دي، د ضمانت په مشروعیت اتفاق لري. او همدارنګه فقهاء اتفاق لري چې زیان رسول د ضمانت سببونو څخه یو سبب دی؛ که یو شخص د چا مال په قصدي یا خطائي توګه زیانمن کړ، نو په هغه ضمانت لازمیږي، او د اموالو ضمانت په هغه شیانو کې چې مثل لري په مثل وي ؛ د اللهﷻ د دې قول له په اساس: ﴿وإن عاقَبتم فعاقِبُوا بمِثلِ ما عُوقِبتم به﴾ [النحل: 126]،ژباړه«او كه تاسو سزا (عذاب) وركوئ، نو د هغې سزا (عذاب) په مثل يې وركوئ چې څومره په تاسو تیری شوی وي» او په هغه شیانو کې چې مثل نه لري په قیمت ورکول کیږي، او په قیمت زیانمن کیدو د ورځې په اساس ټاکل کیږي، او د اندازي يې قاضي او یا د هغه ځای ناستی ټاکي.

Share this:

Related Fatwas