په مړي د هغه د قبر ترڅنګ سلام کول
پوښتنه
آیا مړي احساس کوي چې څوک یې زیارت ته ورشي او سلام ورته وکړي.
ځواب
ځواب:
هو، که څوک د مړي زیارت کوي او سلام ورته کوي، هغه يې احساس کوي او ځواب ورکوي، او هغي ته سترګي په لار وي او پري خوشحاله کیږي،خو دا ټول د برزخي ژوند د قواعدو سره مطابق؛ ځکه له بریده رضی الله عنه څخه روایت دی چې وایي:" رسول اللهﷺ به هغوي –يعني صحابه كرامو- ته قبرستان ته ورتږ ورښودل؛ نو چې هغوی کله وایی نو داسی ووایي: السَّلَامُ عَلَيْكُمْ أَهْلَ الدِّيَارِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُسْلِمِينَ، وَإِنَّا إِنْ شَاءَ اللهُ لَلَاحِقُونَ، أَسْأَلُ اللهَ لَنَا وَلَكُمُ الْعَافِيَةَ"
ژباړه:"سلام دې وي پرتاسو د دي دیار مومنانو او مسلمانانو اوسیدونکو، او مونږ هم که خدای غوښتل تاسو سره یو ځای کیدونکي یوو، له الله څخه ځانونو او تاسو ته د عافیت غوښتونکی یوو" امام مسلم روايت كړی.
امام ابن قیم په "الروح" كتاب (ص:5) كې وایي: [نبی کریم ﷺ خپل امت ته لارښوونه کړي چې کله په د قبرونو په اوسیدونکو سلام کوی نو په هغوی د مخاطب سلام وکړي، او ووایي:( مومنانو کوره په تا دې سلام وي)، او دا اوریدونکي او عاقل ته خطاب دی، او که داسې نه وی نو خطاب به د معدوم یا جماد په مرتبه وی، او سلف په دي اجماع کړې، او له هغوی څخه پاتي آثار تواتر ته رسیدلي چې مړی د د ژوندي زیارت په ورتږ پوهیږي او د خوشحالی احساس کوي] اهـ.
او الله سبحانه تعالی بهتره پوهیږي.