په مړي د هغه د قبر ترڅنګ سلام کول

Egypt's Dar Al-Ifta

په مړي د هغه د قبر ترڅنګ سلام کول

پوښتنه

آیا مړي احساس کوی شي چې څوک یې زیارت ته ورشي او سلام ورته وکړي.

ځواب

هو، که څوک د مړي زیارت کوي او سلام ورته کوي، هغه يې احساس کوي او ځواب  ورکوي، او هغي ته سترګي په لار وي او پري خوشحاله کیږي،خو دا ټول د برزخي ژوند د قواعدو سره مطابق؛ ځکه له بريدة رضی الله عنه څخه روایت دی چې وایي:" رسول اللهﷺ به هغوي –يعني صحابه كرامو- ته قبرستان ته ورتږ ورښودل؛ نو چې هغوی کله وایی نو داسی ووایي: السَّلَامُ عَلَيْكُمْ أَهْلَ الدِّيَارِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُسْلِمِينَ، وَإِنَّا إِنْ شَاءَ اللهُ لَلَاحِقُونَ، أَسْأَلُ اللهَ لَنَا وَلَكُمُ الْعَافِيَةَ"

ژباړه:"سلام دې وي پرتاسو د دي دیار مومنانو او مسلمانانو اوسیدونکو، او مونږ هم که خدای غوښتل تاسو سره یو ځای کیدونکي یوو، له الله څخه ځانونو او تاسو ته د عافیت غوښتونکی یوو" امام مسلم روايت كړی.

امام ابن قیم په "الروح" كتاب (ص:5) كې وایي: [نبی کریم ﷺ خپل امت ته لارښوونه کړي چې کله په د قبرونو په اوسیدونکو سلام کوی نو په هغوی د مخاطب سلام وکړي، او ووایي:( د مومنانو کوره په تا دې سلام وي)، او دا اوریدونکي او عاقل ته خطاب دی، او که داسې نه وی نو خطاب به د معدوم یا جماد په مرتبه وی، او سلف په دي اجماع کړې، او له هغوی څخه پاتي آثار تواتر ته رسیدلي چې مړی د د ژوندي د زیارت په ورتږ پوهیږي او د خوشحالی احساس کوي] اهـ.

او الله سبحانه تعالی بهتره پوهیږي.

Share this:

Related Fatwas